۰
د کډوالو عالي کمېشنري:

درې نیم میلیونه افغانان په کور د ننه کډوال او میلیونونه وږي دي

شنبی ۱۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۷
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې په کور د ننه درې نیم میلیونه افغانان بې ځایه شوي او د هغوی په ګډون میلیونه نور د ژمي په رارسېدو سره د سرپناه او لوږې له ستونزې سره مخ دي.
درې نیم میلیونه افغانان په کور د ننه کډوال او میلیونونه وږي دي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې په کور د ننه درې نیم میلیونه افغانان بې ځایه شوي او د هغوی په ګډون میلیونه نور د ژمي په رارسېدو سره د سرپناه او لوږې له ستونزې سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وايي، بې ځایه شوې کورنۍ د سرپناوو، تودو جامو او د ژمي په موسم کې د ځان د تود ساتلو لپاره د سون مواد نه لري.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې جګړو او ناامنیو شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان مجبور کړي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او د ژمي لپاره هم چمتوالی نه لري.

ښاغلي بلوچ همدرانګه ویلي چې دا کسان په کافي اندازه خواړه او دارو درملو ته هم لاسرسی نه لري.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې بشري ناورین ورځ شدت پیدا کوي، لوږه په بې سارې توګه ډېره شوې او کابو ۲۳ میلیون کسان چې د دې هېواد ۵۵ په سلو کې وګړي کېږي، د لوږې سره مخ دي او د دې ډلې څخه ۹ میلیون یې د قحطۍ د خطر سره مخ دي.

بلوچ چې تازه د افغانستان نه ستون شوی خبریالانو ته وویل چې د خلکو تر منځ یې لوږه او ناهیلیتوب لیدلی او په وینا یې داسې کورنۍ یې په افغانستان کې لیدلي چې د خپلو ماشومانو لپاره یې خواړه او سرپناه نه درلوده.

دی وايي، په ماشومانو کې د سویې تغذیې کچه هم لوړه شوې او ډېری ماشومان په روغتونو کې بستر شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند ټينګار وکړو چې تقریباً ۳ میلیونه ماشومان سویې تغذیه شوي دي، چې د دغه ماشومانو څخه یو میلین یې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په روان کال کې په افغانستان کې د څه باندې ۷ زرو بې ځایه شویو کسانو سره مرستې کړي او په اوس وخت کې هره اوونۍ د هرو ۶۰ زرو کسانو سره مرستې کوي.

بابر بلوچ وویل چې ملګري ملتونه د بشري عملیاتو د دوام لپاره تقریباً ۳۷۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي