ټاکل شوې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه غونډې د جوړېدو وړاندیز د سعودي عربستان پاچا کړی او په کې به د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وشي.
که څه هم وړاندې د دغه غونډې نېټه او د جوړېدو ځای نه و ټاکل شوی خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، یاده غونډه په اسلام آباد کې جوړېږي.
قریشي نن شنبې د لیندۍ ۱۳ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د روانې میلادي دسمبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه اسلام آباد کې جوړه شي.
د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه دغه غونډه پر داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته او ساړه ژمي په رارسېدو سره په دغه هیواد کې بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل