د ازبکستان ولسمشر:

نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل وکړي، بله لار نشته

14 قوس 1400 ساعت 8:20

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخینوي لپاره د اسلامي امارت سره خبرې اترې اړینې دي.


د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخینوي لپاره د اسلامي امارت سره خبرې اترې اړینې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره او دغه راز په دغه هېواد کې د لویو پروژو پلیتابه لپاره اړینه ده چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره خبرې پیل کړي او ورسره یو مثبت تعامل ته ورسېږي.

ښاغلي میرضیایف ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي نو نړۍ ته په کار ده چې هر څه ژر دغه چاره ممکنه کړي.

د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی دی چې که چېرته له اسلامي امارت سره تعامل ونه شي، نو ممکن په دغه هېواد کې روان وضعیت د خلکو ژوند له ډېرو جدي ننګونو سره مخ کړي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې له طالبانو سره د تعامل نه کولو له امله به نړیواله ټولنه لوړه بیه پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com