بایډن بیا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ننګه کړې

14 قوس 1400 ساعت 8:39

د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه کړې وایي، په دې کار سره یې لسګونو امریکایانو ژوند وغوره.


د امریکا ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه کړې وایي، په دې کار سره یې لسګونو امریکایانو ژوند وغوره.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باید له مصرۍ الشرق ورځپاڼې سره مرکه کې ټینګار کړی، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل غوره اقدام و.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی په سم وخت کې له افغانستان ووتل او په دې توګه یې د لسګونه امریکایي ځوانانو ژوند ژغورلی دی.

بایډن د افغانستان جګړه داخلي جګړه یاده کړې او وایي ده نه شوی کولی چې تر دې ډېر امریکایي عسکر د افغانستان په داخلي جګړه کې قرباني کړي.

جو بايډن وايي، نړیوال دې له افغانانو سره مرسته وکړي ځکه په وینا یې دغه هېواد له یوې اوږدې جګړې راوتلی دی نو ټولو اړخونو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره مرسته وکړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې تر دې دمه د افغانستان څارلو ته ادامه ورکوي.

دی وایي،  دوی په دې لټه کې دي چې د امریکا ملي امنیت ته شته ګواښونه له منځه یوسي او په خبره یې د امریکا د امنیت په تړاو یې په افغانستان کې په پلانونو او ماموریت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145317

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145317/

جمهور
  https://www.jomhornews.com