فاریاب کې یوې مېرمنې د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې

14 قوس 1400 ساعت 10:22

سیمه ییزې سرچینې وايي، فاریاب ولایت کې یوې ځوانې مېرمنې د کورنیو ستونزو او مشکلاتو لپاره خپل ځان زندۍ کړی دی.


سیمه ییزې سرچینې وايي، فاریاب ولایت کې یوې ځوانې مېرمنې د کورنیو ستونزو او مشکلاتو لپاره خپل ځان زندۍ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دغه پېښه د جمعې په شپه د فاریاب ولایت د خواجه سبز ولسوالۍ په تپه قشلاق کلي کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه وايي، دغه مېرمن چې څلور ماشومان هم ترې پاتې دي، د کورنیو ستونزو له امله ځان ژندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الله محمدي د دغه خبر په تایید سره وايي، د یادې پېښې په تړاو د ښځې خاوند نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com