ایران:

د امریکا ماشومانه سیاستونو افغانستان دې وضعیت ته رسولی دی

14 قوس 1400 ساعت 13:13

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي وايي، په افغانستان کې اوسنۍ وضعیت د امریکا د ماشومانه سیاسیتونو زېږنده ده.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي وايي، په افغانستان کې اوسنۍ وضعیت د امریکا د ماشومانه سیاسیتونو زېږنده ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عراقچي دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي مټ کنودسن سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا چې هر ځای تللې پرته له ستونزو او خنډونو یې هېڅ هم په میران نه دي پرېښي.

عراقچي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د امریکا د ماشومانه سیاستونو زېږنده دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیا په افغانستان کې د ایران له وروستیو بشردوستانه هڅو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ایران له کلونو راهیسي له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دوی هیله لري چې دغه هېواد د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کې نورې هلې ځلې هم وکړي.

د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان د وضعیت د رغوونې په برخه کې د سیمې رول مهم یاد کړی دی او ټنیګار یې کړی دی چې نړیوال دې هم له افغانانو سره د مرستې لپاره اړین ګامونه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com