کابل کې د امریکا پخوانی سفیر:

امریکا له افغانانو سره خیانت وکړ، دا ټول د ټرمپ او بایډن کار وو

15 قوس 1400 ساعت 8:37

کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر هوګو لارنس اعتراف کړي، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانانو او افغانستان سره خیانت وکړ.


کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر هوګو لارنس اعتراف کړي، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانانو او افغانستان سره خیانت وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پخواني دیپلومات ویلي، خیانت دا و، چې له افغانستان څخه امریکايي سرتېري په نامسوولانه توګه و ایستل شول.

‏هوگو لارنس وايي، امريکا په دا ډول وتو سره هغه ژمنې نقض کړې، چې د افغانستان له خلکو سره یې کړې وې.

نوموړي ټینګار کړي، چې دا هر څه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن د غلطو پریکړو له کبله وشول.

امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د نا مسوولانه وتو په اړه په کور دننه هم له توندو غبرګونونو سره مخامخ دي.

وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې تر لنډ مکث وروسته اعتراف وکړ، چې له افغانستان څخه د سرتېرو په وتلو پښېمانه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com