ټرمپ د امریکا د پوځ مشر جنرال میلي احمق وباله

15 قوس 1400 ساعت 9:21

د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي احمق وباله.


د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي احمق وباله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو الوتکو ته چې پرېښې یې دي په اشارې سره وپوښتل یا هغه نه شوی کولی، چې په څو پیلوټانو یې دغه الوتکې له افغانستانه را ایستلې واي.

ټرمپ د رشخند په توګه دغه لوړ پوړي امریکايي جنرال ته و ویل«هېڅ کله به یې هېر نه شي، چې ملي راته و ویل، په افغانستان کې د تجهیزاتو پرېښودل تر هغې چې راویې لېږدو ارزانه تمامېږي.»

د راپورونو پر اساس امریکا د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په زیاته اندازه نظامي تجهیزات افغان ځواکونو ته ورکړل چې د امریکا په وتلو سره ډېری پاتې شول.

په دغه تجهیزاتو کې لسګونه جنګي، تراسپورټي الوتکې او نظامي چورلکې شاملې وې.

که څه هم امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ګڼې چورلکې تخریب کړې وې، خو بیا هم یو شمېر ورنه روغې پاتې شوې دي.

ټرمپ وړاندې ویلي و، چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي توکي او تجهیزات پرېښي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com