ترکیه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله ده

15 قوس 1400 ساعت 9:58

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین له قوله وايي، ترکیه په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېواله ده.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګین له قوله وايي، ترکیه په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېواله ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګین دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ښاغلي دلاور د ترکیې سفیر ته ویلي، چې تر ۲۰ کلنې جکړې وروسته افغانان اوس یو د بل تر څنګ فعالیت کوي، له دې امله هر هېواد چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي اسلامي امارت یې هرکلی کوي او امنیت یې نیسي.

په ورته وخت جیهاد ارګین ای ویلي، د افغانستان له خلکو سره د ترکیې مرستې د ورورولۍ پر اساس دي او دا هغه څه دي چې هېڅکله له منځه نه ځي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ترکیه په افغانستان کې د سرې میاشتې له لارې له کډوالو او بې‌ ځایه شویو سره د همکارۍ تر څنګ نور هېوادونه هم هڅوي څو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او ترکیه به ژر تر ژره په کابل کې د خپلې سفارتي چارې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145362

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com