روسیه او هند په کډ کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوي

15 قوس 1400 ساعت 11:09

راپورونه وایي، ټاکل شوې روسیه او امریکا یو ګډ کنفرانس جوړ کړي، چې په کې به د افغانستان په اړه هم مهمې خبرې وشي.


راپورونه وایي، ټاکل شوې روسیه او امریکا یو ګډ کنفرانس جوړ کړي، چې په کې به د افغانستان په اړه هم مهمې خبرې وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر اوسه د دغه کنفرانس د جوړېدو ځای او نېټه نه دي په ګوته شوي، خو ویل کېږي، چې ګډونوال به یې د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران وي.

د دوی د غونډې مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت وي، ځکه روسیه او هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

ډېره اندېښنه هم د هند ده او هغه له همدې امله غواړي، چې د روسیې سره د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.

پر دې سربېره به غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.

دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com