ډېبورالاینز:

هڅه کوو د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادۍ او سفارتونه پرانیستل شي

16 قوس 1400 ساعت 7:56

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشره ډېبورالاینز وايي، دوی هڅه کوي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې او بهرني هېوادونه خپل سفارتونه پرانیزي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشره ډېبورالاینز وايي، دوی هڅه کوي، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې او بهرني هېوادونه خپل سفارتونه پرانیزي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي سره له لیدنه کې کړې دي.

د ښاغلي عباس او مېرمن لاینز لیدنه پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت او ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یوناما مشرې د امنیت اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې ډول دفترونه یې پرانستي او بهرني او داخلي همکاران یې په کار بوخت دي.

دغه راز مېرمن لاینز په ټینګار سره ویلي، غواړي خپل فعالیت نور هم پراخ کړي او هڅه کوي، د افغانستان کنګل شوې پیسې راخوشي شي او نړیوال خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال د دوی له هڅو مننه کړې، په تعلیمي برخه کې یې ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې ملګري ملتونه دې د ښوونکو د معاشاتو د اجراء په تړاو دې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145392

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com