۰
رافایل مارشال:

برېتانیا د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود

سی شنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۲
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي رافایل مارشال وايي، برېتانیا له افغانستان د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود.
برېتانیا د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي رافایل مارشال وايي، برېتانیا له افغانستان د تخلیې ماموریت لپاره واضح پلان نه درلود.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رافایل ټینګار کړی، چې برېتانیا له خطر سره مخ افغانانو په ایستلو کې لټي کوله او اقدامات یې اغېزناک نه وو.

نوموړي ویلي، د برېټانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب هم د افغانانو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود او دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د بحراني برخې کارکوونکي هم خورا کم وو.

رافایل د برېټانیا پارلمان ته ویلي، له خطر سره د مخ افغانانو له ډلې برېټانیا ان د پنځه سلنې کسانو په ایستلو هم نه ده بریالۍ شوې او په دې برخه کې یې لټي کړې ده.

د هغه په وینا بهرنیو چارو وزارت په واضح توګه د افغانستان مسئله نه درک کوله او نه یې هم کوم پلان درلود.

دغه پخواني برېتانوي چارواکی په دې باور دی چې لا هم برېټانیا له خطر سره د مخ افغانانو په اړه واضح تګلاره نه لري او دا چاره یې د اندېښنې وړ ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي