بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غندلې ده

16 قوس 1400 ساعت 12:27

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه د دغه سازمان وروستۍ پرېکړه په کلکه غندلې ده.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه د دغه سازمان وروستۍ پرېکړه په کلکه غندلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د اعتبار ورکولو کمېټې پرون په یوه پرېکړه کې په دغه سازمان کې د افغانستان د څوکۍ په اړه د طالبانو غوښتنه رد او پر ځای یې د مخکني جمهوري نظام استازي غلام محمد اسحاق زی په خپل څوکۍ پرېښود.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دا پرېکړه په کلکه غندلې وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي دلته د حاکم نظام مشروع حق دی او باید نړیواله ټولنه دې مسئلې ته درناوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د افغانستان نوی حکومت پر ټول هېواد واکمني لري، امنیت یې تامین کړی او نړیوالو تعاملاتو ته تیار دی او له همدې امله ملګرو ملتونو ته په کار وه چې د دوی دایمي استازی ومني.

ښاغلي بلخي زیاته کړې،په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازی له مرکز سره هېڅ راز اړیکه نه لري، نو د هغه ماموریت قانوني بڼه نه لري او نه هم افغانستان ته ګټه رسولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت پر ملګرو ملتونو او نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې له خپلو فشارونو لاس واخلي او له افغانانو سره دې خپلو اړیکو ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com