مولوي امان الدین منصور د هوايي ځواک عمومي قوماندان وټاکل شو

16 قوس 1400 ساعت 12:36

د اسلامي امارت له خوا مولوي امان الدین منصور د افغانستان د هوایي ځواک د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.


د اسلامي امارت له خوا مولوي امان الدین منصور د افغانستان د هوایي ځواک د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی نن سه شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د دفاع وزارت د لوی درستیز د مشر قاري فصیح الدین فطرت له خوا معرفي کړل شو.

ښاغلي فطرت د هوايي قوا د عمومي قوماندان په معرفت غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا په بهر کې له مېشتو افغان پیلوټانو او د هوايي ځواکونو له عملې وغوښتل چې خپل هېواد ته راشي.

د پوځ مشر ټینګار وکړ، چې دغه کسان دې بېرته خپلو کورونو او دندو ته راوګرځي او د نظام په جوړلو کې د ونډه واخلي.
 
لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ټینګار وکړ، چې د هېواد وتلو د افغان هوايي ځواکونو مخکنیو کارکوونکو ته هېڅ خطر نشته او په وينا يې اسلامي امارت يې د ژوند او مال ساتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com