د افغانۍ پر وړاندې د ډالر پورته کېدل، یو ډالر ۱۰۲ افغانیو ته رسېدلی

16 قوس 1400 ساعت 12:54

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ټول ښکته شوی او نن یو ډالر د ۱۰۲ افغانیو تبادله کېده.


د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې ساري ټول ښکته شوی او نن یو ډالر د ۱۰۲ افغانیو تبادله کېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د شهزاد سرای د معلوماتو پر اساس نن سه شنبې د لیندۍ ۱۶ مه یو امریکایي ډالر د ۱۰۲ افغانیو سره تبادله کېده.

د شهزاده سرای د معلوماتو پر اساس د ډالر د پورته کېدو لامل د افغانستان په بانکونو کې د پیسو نشتوالۍ او د عام خلکو له خوا د ډالرو د پېر زیاته تقاظا ده.

سرچینه زیاتوي، چې وړاندې به اوونۍ کې د افغانستان بانک له خوا له ۷۰ تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې بازار ته وړاندې کېدل خو اوس نشته.
 
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مطبوعاتي دفتر وايي، هېواد ډالرو ته زیاته اړتیا لري، ځکه موږ یو مصرفي هیواد یو او باید داسې یوه منبع پیدا شي چې دغه اړتیا پوره کړي، ځکه یوازې څو صرافان نشي کولای چې د اسعار بازار کنټرول کړي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې خبرداری ورکړی، چې که وضعیت همداسې دوام پيدا کړي، افغانۍ به د بهرنیو اسعارو په وړاندې نوره هم ټيټه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145416

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145416/

جمهور
  https://www.jomhornews.com