د کابینې پرېکړه:

د محافظت عامه تصدۍ د فعاله او شاه عروس بند چارې د تکمیل شي

16 قوس 1400 ساعت 13:05

د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د محافظت عامه تصدۍ د بېرته فعالېدو او دغه راز د شاه عروس اوبو بند د تکمیلېدو پرېکړه کړې ده.


د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د محافظت عامه تصدۍ د بېرته فعالېدو او دغه راز د شاه عروس اوبو بند د تکمیلېدو پرېکړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابینې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۵ مه په خپله غونډه کې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د محافظت عامه تصدي بېرته فعاله شي.

سرچینې ټينګار کړي، چې د وزارتونو، ریاستونو، عامه تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو د ساتنې مسوولیت دې د همدې ادارې له لوري ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د اوبو او برښنا وزارت ته دنده سپارل شوې څو د شاه او عروس بند چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com