یونیسف د افغان ماشومانو لپاره د ۲ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

16 قوس 1400 ساعت 14:32

یونسیف د افغان ماشومانو او د دوی د کورنیو د ژغورنې لپاره د ۲ میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه.


یونسیف د افغان ماشومانو او د دوی د کورنیو د ژغورنې لپاره د ۲ میلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۶ مه په یوه راپور کې ویلي، د دې مرستې په ورکولو سره به د افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې، او د دوی کورنۍ وژغورل شي.
 
راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د بشري وضعیت مخ په خرابېدو سره دغه هیواد د روغتیا او تغذیې برخه کې د کړکېچ ترڅنګ د وچکالۍ، د شري ناروغۍ، د ماشومانو ګوزڼ او نورو ننګونو سره هم مخ دی.

په یاد راپور کې په افغانستان کې د یونیسف د استازي الیس اکونګا له قوله راغلي، په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره نازک دی، ژمی اوس مهال شروع شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یونیسف او همکاران یې د اضافه بودجې پرته نشي کولای چې هغو ماشومانو او کورنیو ته چې موږ ته اړتیا لري ځان ورسوي... په میلیونونو ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، د دوی د اټکل لمخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به تر پنځو کلونو کم عمره دوو ماشومانو کې یو به یې د غذايي ناورین او حفظ الصحي خدماتو ته د نه لاس رسي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د شري ناروغۍ له ۶۰۰۰۰څخه د زیاتو قضیو ثبتېدو راپور ورکړل شوی دی.

یونیسف د دې ترڅنګ زیاته کړې که چیري د افغان ښوونکو معاشونه ورنکړل شي او د بېوزلۍ کچه دوام ولري، ۱۰ میلیونه ماشومان به د ښوونځي څخه د محرومېدو له ګواښ سره مخ شي.

یاد سازمان ویلي چې ۴.۵ میلیونه افغان ماشومان رواني او روغتیايي ملاتړ ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145429

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145429/

جمهور
  https://www.jomhornews.com