طالبانو له ملګرو ملتونو د نیمګرو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې

17 قوس 1400 ساعت 8:06

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس اوزرا مرسیتال ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دي.


د افغانستان د اسلامي امارت د رییس اوزرا مرسیتال ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حنفي په دغه لیدنه کې د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل شوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې شوې دي.

ښاغلي حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ډاډ ورکړی چې د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنې به له ملګرو ملتونو سره شریکې کړې.

مېرمن لاینز د افغانانو د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com