د طالبانو د مشر تازه فرمان:

والیان دې بهر ته د تلونکو کسانو د نه تګ لپاره حل لار پیدا کړي

17 قوس 1400 ساعت 8:54

د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله آخندزاده له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې او پر ټولو والیانو یې غږ کړي، چې د دغه کسانو د نه تګ لپاره حل لار پیدا کړي.


د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله آخندزاده له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې او پر ټولو والیانو یې غږ کړي، چې د دغه کسانو د نه تګ لپاره حل لار پیدا کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اخندازاده ویلي، هغه افغان چې د سیاسي او یا هم اقتصادي مشکلاتو په پلمه غواړي له خپلو ماشومانو او مېرمنو سره غربي هېوادونو ته ولاړ شي، له یو شمیر امنیتي، اخلاقي او نورو بشري مشکلاتو سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه کسان په لاره او کمپونو کې له بدو حالاتو سره مخ کیږي او د یو شمېر مغرضانه پروګرامونو له مخې، عقاید، اخلاق او معنوي ارزښتونه یې له خطر سره مخ کېږي چې د خپلوانو او هر افغان د خپګان لامل کېږي.

د طالبانو مشر دغه راز زیاته کړې، دغه د اقامت د جواز د ترلاسه کېدو لپاره پر اسلام او اسلامي نظام د تهمت کولو او همدارنګه د جعلي اسنادو برابریدو ته اړ کېږي.

همدارنګه ملا هبت الله اخندزاده وايي، د دې پرځای چې د اکثریت هغوی مسلکي لیاقت د هېواد د ودې او هوساینې په لار کې مصرف شی، هلته «له افغانستان څخه بهر» پر عادي کارونو او حتي له سپکاوي څخه په ډکو کارونو بوخت کېږي.

نوموړي والیانو ته لارښوونه کړې، چې د چارواکو او دیني عالمانو په همکاري دې د هغو افغانانو سره مستقیمې لیدنې وکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي او د هغوی د مشکلاتو تر اوریدو وروسته دې ورته د لار پیدا کړي.

دغه راز ښاغلي اخندزاده طالبانو ته ټینګار کړي، چې د امنیت د‌ ټینګښت لپاره ډېره هڅه وکړي څو د خلکو د وېرېدو زمینه نه وي، په ځانګړي ډول کار ته د تللو، د تجارانو د فعالیت، کسب او کار او د متخصصینو د فعالیت.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د بهرنیو ځواکونو او موسساتو همکارانو او د پخواني حکومت د ګڼ شمېر کارکوونکو په ګډون د مدني او بشري حقونو د مدافع څانګو کارکوونکو د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې هېواد پریښود.‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145443

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145443/

جمهور
  https://www.jomhornews.com