ملګري ملتونه:

ټولې ستونزې پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له امله رامنځ ته شوې

17 قوس 1400 ساعت 11:19

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت نور هم مخ په خرابېدو دی.

د جمهور آژانس ګرانډي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ټولې ستونزې پر دغه هېواد د لګول شویو اقتصادي فشارونو له امله رامنځ ته شوې او د دې جدي اړتیا ده، چې دغه فشارونه باید ختم کړل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، افغانستان پراخو بشري خو تر ټولو مهم سترو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري څو وکړی شي رامنځ ته شوی بحران په ښه توګه مدیریت کړي.

دی ټینګار کوي، چې که اقتصادي فشارونه دوام کوي نو نړیوال دې له دغه هېواد د کډوالو ورتلونکو څپو ته په تمه وي، چې د سترو ستونزو او ناورینونو سبب به شي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم دلته د روان وضعیت او اقتصادي فشارونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com