ترکیې او قطر د کابل هوايي ډګر د چارو د سمبال کمپنۍ مشخصې کړې

18 قوس 1400 ساعت 10:49

ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې ټاکل شوې ده د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلي.


ترکیې او قطر هغه کمپنۍ مشخصې کړې چې ټاکل شوې ده د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو مسوولیت په غاړه اخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر له دوه ورځني سفره تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا کمپنۍ به له یو بل سره او همدا راز له طالبانو سره خبرې وکړي.

نوموړي ویلي، که مناسب شرایط په تېره بیا امنیتي شرایط برابر وو، دا کمپنۍ به د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو پروسه پر مخ یوسي، خو د دغه کمپنیو نومونه یې څرګند نه کړل.

له ډېرې مودې راهیسې قطر او ترکیه له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د چارو د پرمخ وړلو په اړه په تماس کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com