حکمتیار: امریکا په کابل کې د ۲ زره پوځیانو د حضور غوښتنه کوي

20 قوس 1400 ساعت 8:51

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانستلو سره د ۲ زره امریکايي پوځیانو د حضور غوښتنه کوي.


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانستلو سره د ۲ زره امریکايي پوځیانو د حضور غوښتنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون د جمعې لمانځه پر مهال ویلي، په افغانستان کې اوسنی بحراني وضعیت د امریکا د تېر شل کلن حضور له امله دی.

خو په وینا یې اوس یاد هېواد په کابل کې د خپل سفارت په پرانیستلو سره په پټه یا ښکاره د ۲ زره امریکايي سرتېرو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کوي.

دی زیاتوي، چې په افغانستان کې د بلک واټر په شمول نور تروریستي سازمانونه د امریکا او ناټو له راتګ سره افغانستان ته راغلي وو او دلته یې تروریستي اعمال ترسره کول چې د اشغال په پای ته رسېدو سره یې حضور پای ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې اوسنۍ اقتصادي بحران هم د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کول دي، چې په وینا یې زور یې تر عامو خلکو وځي نه تر اوسنیو چارواکو.

دی وایي، اکثریت دولتي مامورینو له څلورو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي تر لاسه کړي او د دې ټول وضعیت لامل امریکا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com