۰

۹۴ تنه سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته لېږدول شوي

شنبی ۲۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۸
هندي رسنیو راپورو روکړي، چې له افغانستان د لسو هندي وګړو په ګډون ۹۴ تنه سک او هندو افغانان هند ته رسېدلي دي.
۹۴ تنه سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته لېږدول شوي
هندي رسنیو راپورو روکړي، چې له افغانستان د لسو هندي وګړو په ګډون ۹۴ تنه سک او هندو افغانان هند ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند یوه ویاند ارېندَم باګچي ویلي چې پرون د لیندۍ په ۱۹مه نېټه د کام ایر هوايي شرکت په یوه چارتر الوتنه کې له افغانستانه ۱۰۴ کسان نوې ډېلي ته ورسېدل.

د ښاغلي باګچي په وینا لس هندي وګړي او د سکهانو او هندوانو په ګډون ۹۴ تنه افغانان په دې ډله کې شامل وو.

ویل شوي چې په دې ډله کې نهه ماشومان او درې تنه نوي زېږیدلي کوچنیان هم وو.

په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو د امنیت په اړه له دې مخکې اندېښنې څرګندې شوې دي، خو طالبان وايي چې د اقلیتونو حقوقو ته درناوی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي