پنټاګون د افغان حکومت ۲۴ الوتکې امریکا ته لېږدولې دي

20 قوس 1400 ساعت 10:25

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د مخکني افغان حکومت ۲۴ چورلکې، چې روسي چورلکې هم په کې دي امریکا ته لېږدولې دي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د مخکني افغان حکومت ۲۴ چورلکې، چې روسي چورلکې هم په کې دي امریکا ته لېږدولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنیو راپور ورکړي، چې پنټاګون دغه چورلکې د امریکا ایروزینا ایالت ته لېږدولې او هلته یې په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای کړې دي.

په دې لېږدول شویو چورلکو کې څلور روسي ایم.آی ۱۷ چورلکې او ۱۷ بیا امریکايي ایم.ډي ۵۳۰ چورلکې شاملې دي.

امریکايي چارواکو د ټولو لېږدول شوو او یا پرېښودل شوو چورلکو او الوتکو په اړه معلومات نه دي ورکړي،  خو وایي دا چورلکې یې د خوندي ساتلو لپاره امریکا ته لېږدولې دي.

د یادونې ده، چې امریکا له افغانستان د وتو پر مهال هڅه کوله ګڼ تجهیزات او امریکايي وسایل له ځان سره ولېږدوي، خو د ډېرو په لېږد بریالي نه شول.

امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهال یو شمېر چورلکې او وسایل تخریب هم کړل خو له دې سره سره ویل کېږي، چې د ۸۵ میلیارد ډالرو په اندازه وسلې او تجهیزات له امریکا په افغانستان کې پاتې شوي دي، چې له امله یې پنټاګون تر سختو نیوکو لاندې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145541

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145541/

جمهور
  https://www.jomhornews.com