سور صلیب د ۶ زره افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي

21 قوس 1400 ساعت 9:34

د نړیوال سره صلیب کمېټه وایي، په پام کې لري، چې د شپږ زره افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه دوی ورکړي.


د نړیوال سره صلیب کمېټه وایي، په پام کې لري، چې د شپږ زره افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه دوی ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مطبوعاتي مسوولین وايي، دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې تر څنګ د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده.

یادې کمېټې زیاته کړې، په افغانستان کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې کچې راکم کړي.

سره صلیب ویلي، دوی د څو نورو میاشتو لپاره هم دغه فعالیت پراخوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۱۵ روغتونونو ته صحي توکي برابر کړي دي.

هغه روغتیايي کارکوونکي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري معاشونه اخیستي وایي، چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او ان تر روغتون پورې د راتګ لپاره یې هم پیسې نه لرلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com