د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې ټولنه افغانستان کې پانګونه کوي

21 قوس 1400 ساعت 10:44

د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې خپلواکې ټولنې په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی دی.


د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې خپلواکې ټولنې په افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ټولنې مسوولینو دغه لېوالتیا د افغانستان د سوداګرۍ او صعنت له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره په لینه کې ښکاره کړې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سوداګرۍ وزیر پرون د لیندۍ ۲۰ مه د ترکیې د سوداګرۍ او پانګونې خپلواکې ټولنې له مسوولینو سره ولیدل.

دی وايي، په دغه لیدنه کې د ترکیې د یادې ټولنې چارواکو په بېلا بېلو په تېره بیا د انرژۍ د تولید په برخه کې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی وښود.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر هم ترکي لوري ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې او زمینې ورته برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145581

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145581/

جمهور
  https://www.jomhornews.com