فراه کې یو دیني عالم وژل شوی دی

21 قوس 1400 ساعت 12:15

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې یو دیني عالم د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې یو دیني عالم د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د لیندۍ ۲۰ مه د فراه ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د امنیه قومانداني ویاند عارف عدیل تاییدوي، چې د اهل تشیع یو دیني عالم محمد اسماعیل موحدي پرون ماسپښین فراه ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم خو دوی هڅه کوي، چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرې جمعې په ورځ بیا د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې دوه تنه د یوه لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com