۰

مجاهد: په افغانستان کې نړیوالو پانګونو ته زمینه برابروو

یکشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۰
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نوی حکومت په افغانستان کې نړیوالو پانګونو ته زمینه برابروي.
مجاهد: په افغانستان کې نړیوالو پانګونو ته زمینه برابروو
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نوی حکومت په افغانستان کې نړیوالو پانګونو ته زمینه برابروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هم تمه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي او یوازې پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې وپالي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي، چې دوی غواړي له ګاونډي چین سره هم اقتصادي او سوداګریزه اړیکې پراخه کړي.

د مجاهد په وینا په ګاونډ کې چین د نړۍ ستر صنعتي او تجارتي هېواد ګڼل کېږي، نو ځکه حکومت د یاد هېواد پانګه والو ته د پانګونې زمینه برابروي او که دوی وغواړي له غوره امکاناتو برخمن کېدلی شي.

ښالي مجاهد ټینګار کړي، چې د چین په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي چې نړیوالې پانګې افغانستان ته را جذب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي