کابل کې د پاکستان سفیر:

روسیې له امریکا، چین او نورو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې پیل کړې

21 قوس 1400 ساعت 13:21

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي، روسیه ممکن په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مهم رول تر سره کړي.


کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي، روسیه ممکن په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مهم رول تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تاس آژانس د احمد خان له قوله ویلي، روسیه په سیمه ییزو قدرتونو کې یو مهم هېواد دی او کولی شي د افغان سولې په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.

منصور احمد خان زیاته کړې، روسیې له کلونو راهیسې د افغان سولې په برخه کې مهم رول تر سره کړی او اوس مهال یې هم له امریکا، چین او نورو هېوادونو سره خبرې پیل کړې تر څو په افغانستان کې شته خنډونو ته معقوله حل لارې پیدا کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې اسلام آباد هم د مسکو په شان نظر لري او په افغانستان کې د پاکستان او مسکو هدف یو دی.

کابل کې د پاکستان سفیر ټینګار کړی، چې مسکو او اسلام آباد ګډه موخه له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره کارنده مبارزه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com