۰

پروان: په ترافیکي پېښه کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې د یوې رنجر موټر د چپه کېدو له امله ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پروان: په ترافیکي پېښه کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پروان ولایت کې د یوې رنجر موټر د چپه کېدو له امله ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر اول ګل حق پرست وايي، پېښه د یوه رنجر موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، چې په کې سپاره پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

حق پرست په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي