د افغانستان بانک وایي، د نړیوال بانک له خوا افغانستان ته د مرستې درېیمه ډالري کڅوره هم رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاتوي، چې د مرستو په دې کڅوره کړې ۱۹.۲ میلیون امریکايي ډالر دي، چې بازار ته په عرضې سره به د ډالرو پر وړاندې د افغانستان ارزښت په ثبات کې مرسته وکړي.
د بانک په وینا دوی هڅه کوي د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ مخنیوي لپاره له اصولي او اسانه لارو چارو کار واخلي.
د افغانستان بانک ډاډ ورکړی دی چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.
د افغانستان بانک پر داسې مهال پر دې کمو پیسو د اسعاري اړتیاو د ژر ښه کېدو خبر ورکوي، چې د مخکني حکومت پر مهال په اونۍ کې له ۷۰ تر ۸۰ میلیون ډالرو پورې د افغانۍ د ثابت ساتلو لپاره بازار ته ارزه کېدل.
جمهورخبري آژانس:کابل