۰

قطر او امریکا پر افغانستان خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغانستان خبرې اترې کړې دي.
قطر او امریکا پر افغانستان خبرې کړې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره پر افغانستان خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه خبرې پر تلېفون شوې او دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکې بحثونه کړي او د بشري مرستو پر رسولو یې ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ویلي، دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې په دغه هېواد کې د دایمي ثبات لپاره هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي