امریکا کابل کې د وروستي هوايي برید عاملینو ته جزا نه ورکوي

23 قوس 1400 ساعت 8:53

امریکايي رسنیو راپور ورکړي، امریکا په کابل کې د وروستي هوايي برید چې په کې د یوې کورنۍ ۱۱ کسان و وژل شول جزا نه ورکوي.


امریکايي رسنیو راپور ورکړي، امریکا په کابل کې د وروستي هوايي برید چې په کې د یوې کورنۍ ۱۱ کسان و وژل شول جزا نه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، د امریکا دفاع وزیر هغه غوښتنه منلې، چې له مخې به یې په کابل کې د تخلیې ماموریت پر مهال د هوايي برید ترسره کوونکو ته جزا نه ورکول کېږي.

په راپور کې ویل شوي، یاد وګړي په دې برید کې هېڅ پړه نه دي او ټول معلومات دا وو، چې هلته د داعش ډلې موټربم دی، خو وروسته ثابته شوه چې هلته ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې امریکا د اګسټ په ۲۹مه د وتلو پر مهال په کابل کې هوايي ډګر ته څېرمه هوایي برید وکړ، چې په کې د یوې کورنۍ یوولس ملکي وګړي و وژل شول، چې ۷ تنه په کې ماشومان وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145663

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145663/

جمهور
  https://www.jomhornews.com