یوناما له افغانستان سره د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی

23 قوس 1400 ساعت 9:16

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یو ځل بیا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یو ځل بیا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دیبورا لاینز پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۳ مه د مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي.

یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې مېرمن لاینز له ښاغلي کرزي سره لیدنه کې ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ د دوام لپاره ژمن دي.

په ورته وخت کې د ښاغلي کرزي پر فسبوک پاڼه هم ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره یې د افغانستان په روان بشري او اقتصادي وضعیت په تېره بیا له معلمینو او استادانو سره د مرستو او د ښوونځیو د بیا پرانېستې لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com