۰

امریکا ۹۰۰ امریکايي اتباع او دایمي اوسېدونکي له افغانستانه ایستلي دي

سی شنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اګست میاشتې له ۳۱ مې یې تر اوسه پورې ۹۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.
امریکا ۹۰۰ امریکايي اتباع او دایمي اوسېدونکي له افغانستانه ایستلي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اګست میاشتې له ۳۱ مې یې تر اوسه پورې ۹۰۰ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغې ډلې ۴۷۹ یې امریکايي اتباع او ۴۵۰ یې دایمي اوسېدونکي او د هغوی د کورنیو غړي دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، وزارت لا هم له لسګونو امریکایانو سره په تماس کې دی چې غواړي له هېواده ووځي او د سفر اسناد لري.

د یادونې ده، چې امریکا د اګسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه او څه باندې ۱۲۴ زره کسان یې وایستل چې لویه برخه یې د امریکایي پوځیانو افغان همکاران او د هغوی کورنۍ وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي