کندهار کې ۱۷ جسدونه چې هویت یې نه دی معلوم خارو ته وسپارل شول

23 قوس 1400 ساعت 9:35

سیمه ییز چارواکي وايي، د ۱۷ کسانو چې هویت یې نه دی معلوم جسدونه پرون خاورو ته سپارلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د ۱۷ کسانو چې هویت یې نه دی معلوم جسدونه پرون خاورو ته سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د اسلامي امارت تر واکمنېدو د مخه په جنګ جګړو او ترافیکي پيښو کې د ۶۰ تنو وژل شویو کسانو جسدوه په میرویس روغتون کې پاتې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ امر شمس صمیم ویلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې یې د همدې وژل شویو کسانو د کورنیو د موندلو لپاره اعلانونه کول خو کورنۍ یې پیدا نه شوې.

نوموړي زیاته کړه، تر دې وروسته د اړوند ادارو د یادو جسدونو د خښولو پروسه پیل کړه، چې په ترڅ کې یې پرون د ۱۷ تنو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

دی وايي، د پاتې ۴۳ جسدونو د ښخولو پروسه به هم په راتلوونکو ورځو کې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 145671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com