۰

د افغانستان بانک: د افغانۍ د ثبات لپاره به ګوټلي ګامونه پورته کړو

سی شنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د افغانستان بانک وايي، د افغانۍ د ثبات لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي او ډېر ژر به د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ډب کړي.
د افغانستان بانک: د افغانۍ د ثبات لپاره به ګوټلي ګامونه پورته کړو
د افغانستان بانک وايي، د افغانۍ د ثبات لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي او ډېر ژر به د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ډب کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغانستان بانک د بیو د ثبات په موخه له بیلابېلو لارو څخه کار اخلي.

سرچینې زیاته کړې، چې د نن په ګډون یې د تیرو ورځو په ترڅ کې له صرافانو، د سوداګریزو بانکونو له استازو او یوشمیر سوداګرو سره بیلابیلي غونډې تر سره کړې دي او هڅه کوي چې ډیر ژر د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ډب کړي.

دوی وايي، د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده چې د پالیسیو او ستراتيژيک پلان پر اساس د هغو نوسانونو څخه چې د خلکو د پېرودنې د قدرت د زیانمن کېدو لامل کېږي د امکان تر حده مخنیوی وکړي.

د افغانستان بانک هیله مند دی چې له اړوندو ادارو سره به په ګډه همکارۍ د افغانۍ د مبادلې د نرخ ساتنه وکړي او مثبته پایله به تر لاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي