۰

پکتیا کې یوه ځوان ځان موټر ته اچولی او وژلی یې دی

چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
عیني شاهدان وايي، پکتیا ولایت کې یو ځان د بې کارۍ او فقر له امله ځان باروړونکي موټر لاندې غورځولی او وژلی دی.
پکتیا کې یوه ځوان ځان موټر ته اچولی او وژلی یې دی
عیني شاهدان وايي، پکتیا ولایت کې یو ځان د بې کارۍ او فقر له امله ځان باروړونکي موټر لاندې غورځولی او وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د مرکز ګردېز ښار د رحیم ګردېزي څلور لاري سره رامنځ ته شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا دغه ځوان ۳۵ کاله عمر درلود او د سختې بېکارۍ او لوږې له امله یې ځان ټېلر موټر ته غورځولی او وژلی دي.

تر اوسه د دغه کس د هویت په اړه معلومات نشته او ځايي چارواکو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي