۰

ایران: په ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
راپورونه وايي، ایران کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۱ تنه افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ایران: په ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
راپورونه وايي، ایران کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۱۱ تنه افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د ایران په یزد ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکي موټر له بل لارۍ موټر سره ټکر وکړ.

د یزد ځايي چارواکو ویلي، په دغه پېښه کې ۶ افغانان وژل شوي، چې یوه په کې ښځه ده او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ځايي روغتیايي چارواکو په وینا د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي