د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، حکومت یې د ټاپي، ټاپ او رېل پټلۍ پروژو د کار پيل لپاره چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره هرات کې کړې دي.
ښاغلي ستانکزي او ښاغلي وفا حاجیبوف په تورغنډۍ کې د دواړو هېوادونو پر پوله وکتل او ترکمنستاني لوري افغان لوري ته نفت، پوښاک او ځيني خوراکي توکي د بشري مرستو په توګه وسپارل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال د ترکمنستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره يې مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او ترکمنستان اړيکې تل دوستانه پاتې شوي دي او د افغانستان حکومت د ټاپي، ټاپ او رېل پټلۍ پروژو د کار پيل لپاره چمتو دی.
په ورته وخت ښاغلي وفا حاجيوف په افغانستان کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې نوی تحول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د ودې په برخه کې مرسته کولای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل