د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، ډېر ژره به د دولتي پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې د هېواد د یو شمېر پوهنتونو سره پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه په لیدنه کې کړې دي.
نوموړي د پوهنتون استادانو ته ډاډ ورکړي، چې غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې رسېدنه وشي او ډېر ژره به دولتي پوهنتونونه پرانستل شي.
همدا راز مولوي عبدالکبیر دا هم ویلي، چې د علمي کادرونو له هېواد د فرار د مخنیوي په لارو چارو هم کار روان دی.
د یادونې ده، چې د طالبانو د واکمنېدو سره سم ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي خو د امارت چارواکي وايي، دوی هڅه کوي، چې د یوه چوکاټ په رامنځ ته کېدو سره محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل