د خوړو نړیوال پروګرام: کابو ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

24 قوس 1400 ساعت 8:56

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي چارواکي وايي، افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توفان سره مخ دي، چې باید لاسنیوی یې وشي.


د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي چارواکي وايي، افغانستان د لوږې او بېوزلۍ له توفان سره مخ دي، چې باید لاسنیوی یې وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یاد سازمان ویاندې له رویټرز خبري آژانس سره په تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې کابو ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.

نوموړې زیاته کړې، همدا اوس په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو اووه یې خپل خواړه په پور اخلي او دا مسئله اقتصادي وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي.

د خوړو نړیواله اداره وایي په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره باید پر وخت اقدام وشي او په دې توګه دې د میلیونونه وګړو ژوند وژغورل شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو څانګې هم په افغانستان کې پر وضعیت اندېښنه ښوودلې او د مرستو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
خو د افغانستان د اسلامي امارت د رييس الوزرا دویم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه د نړیوالو بنسټونو ارقام او خبرداري هم ردوي.

نوموړي پرون په یوه غونډه کې ویلي، شک نشته چې د افغانستان خلک بې وزله دي خو د هغو نړیوالو ارګانونو احصائيې هم حقیقت نه لري چې اندیښمنونکې احصائيې نشروي او وايي چې په میلیونو افغانان به له لوږې مړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145711

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145711/

جمهور
  https://www.jomhornews.com