د مالیې وزارت:

تر سبا به ټولو دولتي کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شي

24 قوس 1400 ساعت 9:54

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به د دولتي ادارو ټولو کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شي.


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به د دولتي ادارو ټولو کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حمقل وايي، دولتي کارکوونکو ته معاشونه د دولتي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د هغه په وینا د دوی ټوله هڅه دا ده، چې تر سبا چهارشنبې لیندۍ ۲۵ مې پورې ټولو دولتي کارکوونکو ته دوه میاشتنی معاش ورکړل شي، ځکه په وینا یې جدې کې بیا مالي کال نوی کېږي، چې ورسره سم سیستمونه بندېزي او د یو څه وخت لپاره کېدای شي دا پروسه بیا وځنډېږي.

د مالیې وزارت ویاند زیاتوي، چې تېره اوونۍ دولتي کار کوونکو ته مکمل معاشونه اجرا شوي او تر پرون پورې د تر شلو ډېرو وزارتونو او ادارو کار کوونکو ته تنخواوې ورکړل شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د شااوخوا سل زره متقاعدینو له ډلې چې له دې وزارت سره ثبت دي، د نږدې شپېتو زرو د تقاعد امتیازات اجرا شوي او د پاتې نورو به هم ډېر ژر اجرا شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com