۰
امریکايي سناتور:

افغانستان کې د امریکا د ماتې څېړلو کې د پاکستان دوه ګونې لوبه له یاده نه باسو

چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۱۲
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس باب مندز وايي، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ماتې څېړلو پروسه کې به  پاکستان دوه ګونۍ چلند له یاده ونوځي.
افغانستان کې د امریکا د ماتې څېړلو کې د پاکستان دوه ګونې لوبه له یاده نه باسو
د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس باب مندز وايي، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ماتې څېړلو پروسه کې به  پاکستان دوه ګونۍ چلند له یاده ونوځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړی او تایید کړې یې ده، چې افغانستان کې د امریکا د ماتې یو له لاملونو د پاکستان له خوا طالبانو د امن پټنځایونو زمینه برابرول وو.
 
دغه امریکايي سناتور چې په هند او پاکستان کې یې د امریکا د سفیرانو د صلاحیتونو د څېړلو جلسنه کې خبري کولې ویلي، چې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه باید جدي خبرې اترې وشي.
 
نوموړي ویلي، په داسې حال کې، چې طالب جنګیالیو په افغانستان کې امریکايي سرتېري وژل خو اسلام آباد هغوی «طالبانو» ته پناه ورکولوه.

سناتور مندز په ټینګار سره زیاته کړې«موږ باید راتلونکې کې په دې اړه د پاکستان له حکومت سره په جدي توګه خبرې وکړو.»

دغه امریکايي سناتور زیاته کړې، په داسې حال کې، چې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې جدي ستونزې لري بیا هم په اسلام آباد کې د امریکا د نومول شوي سفیر ډونالډ آرمین د نوماندۍ ملاتړ کوي.

امریکايي سناتور دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د امریکا کانګرس افغانستان کې د امریکا د ماتې څېړلو له پروسې څخه پاکستان ایستلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي