امریکا: افغانستان مو تر کلک څار لاندې دی

25 قوس 1400 ساعت 9:00

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، لا هم په افغانستان کې ټول احتمالي ګواښونه له نږدې او په کلکه باندې څاري.


د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، لا هم په افغانستان کې ټول احتمالي ګواښونه له نږدې او په کلکه باندې څاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کربي په تازه مرکه کې زیاته کړې دوی په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري او په خبره یې ګواښونه نه شي ردولی، خو په سیمه کې امریکايي پوځ پراخ حضور لري.

نوموړي زیاته کړې، دمګړی د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ستر مسوولیت دی چې د افغانستان وضعیت کنټرول کړي.

 کربي، د افغانستان د سقوط په اړه هم خبرې کړې دي او وایي، هېچا د پخواني ولسمشر د تګ وړاندوینه نه وه کړې، نو د هغه له تګ سره سم د افغانستان پوځ وپاشل شو او بنسټونو ته ضربه ورسېده.

د پنټاګون ویاند زیاته کړې، امریکا ځکه خپل سرتېري و ایستل، چې بایډن باوري وو، دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دي.

دی وايي، افغانستان بنسټونه لرل، هلته پرمختګونه رامنځ ته شوي دي او اوس د نوي حکومت دنده ده، چې له دغه جوړو شوو بنسټونو او اداراتو څه ډول ساتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145734

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145734/

جمهور
  https://www.jomhornews.com