امریکا افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې اوس اوکراین ته ورکوي

27 قوس 1400 ساعت 10:44

راپورونه وايي، امریکا مخکني افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او تجهیزات اوس اوکراین ته ورکوي.


راپورونه وايي، امریکا مخکني افغان پوځ ته ځانګړې کړې وسلې او تجهیزات اوس اوکراین ته ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والسټرېټ ژورنال ته امریکايي او اوکرایني چارواکو ویلي، دمګړی د امریکا او اوکراین ترمنځ د هغو وسلو پر سر بحثونه او خبرې روانې دي چې افغان پوځ ته ځانګړې شوې وې. په دې کې الوتکې، ټانکونه او ځینې نور تجهیزات شامل دي.

امریکايي چارواکو زیاته کړې، دا چې افغان پوځ وپاشل شو، نو دوی اړ دي چې د خپلو ملګرو هېوادونو ساتنه وکړي، نو له همدې امله په دې وسلو غواړي اوکراین د روسیې پر وړاندې تقویه کړي.

دمګړی د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړو د احتمال خبرونه ورکول کېږي، خو امریکا غواړي د جګړې په صورت کې د اوکراین پوره ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com