۰

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن پیلېږي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۸
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن پیلېږي
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې اجنډا د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې او ورسره بشري مرستې دي.

غونډې ته د ۹۰ څخه زیاتو هېوادونو او ځینو نورو سازمانو او ټولنو استازي ورغلي، چې په کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او ورسره پلاوی هم شامل دي.

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان وايي تمه لري چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره شي.

د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې د دغه سازمان چارواکو ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري ولري.

د سرچینې په خبره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي.

مسوولینو همدارنګه ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي هېوادونو همغږي نوره هم پیاوړې شي او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي