۰

هند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۹
په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.
هند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي
په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، دغه غونډه په نوي ډهلي کې د هند په کوربتو جوړېږي.

غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی.

هندي رسنۍ وايي، په غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې پلېدونکې ده.

د غونډې اجنډا د افغانستان پر روان وضعیت او ورسره په بشردوستانه مرستو بحث کول دي.

امریکا د دغه غونډې هرکلی کړی وايي، د دوی استازی به هم په کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي