۰

د سعودي عربستان د بشري مرستو دویمه جوپه هم کابل ته راورسېده

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۲
د سعودي عربستان رسمي سرچینې وايي، په بشري مرستو بار دوه الوتکې یې کابل ته لېږدلي دي.
د سعودي عربستان د بشري مرستو دویمه جوپه هم کابل ته راورسېده
د سعودي عربستان رسمي سرچینې وايي، په بشري مرستو بار دوه الوتکې یې کابل ته لېږدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دغه الوتکې پرون د کابل په لور الوت کړي او ۶۵ ټنه بشري مرستې په کې بار وې.

د سعودي چارواکو په وینا یادې مرستې د دغه هېواد د پاچا سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري افغانانو ته استول شوې ده.

د یادونې ده، چې سعودي عربستان  تر دې وړاندې هم په څلورو الوتکو کې خوراکي مواد او خیمې افغانستان ته لېږلې وې.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا له پرونۍ مرستې سره یې تراوسه پورې افغانستان ته ټولټال ۱۹۷ ټنه مرسته لېږلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي