۰

متقي: نړیوال سازمان له کوم خنډه پرته افغانستان کې فعالیت کولی شي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په ټینګار سره ویلي، نړیوال سازمانونه له کوم خنډ پرته افغانستان کې فعالیت کولای شي.
متقي: نړیوال سازمان له کوم خنډه پرته افغانستان کې فعالیت کولی شي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په ټینګار سره ویلي، نړیوال سازمانونه له کوم خنډ پرته افغانستان کې فعالیت کولای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون شنبې د لیندۍ ۲۷ مه اسلام اباد کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ښاغلی متقي چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی د سره صلیب له استازو سره خبرو کې ویلي، طالبان نړیوالو سازمانو ته ضمانتونه ورکوي، چې دوی له کوم خنډ پرته افغانستان کې فعالیت کولی شي.

د یادونې چې ښاغلي متقي اسلام آباد ته تر روانېدو وړاندې هم کابل کې خبریالانو ته و ویل، چې دوی هڅه کوي، نړیوالو سازمانو او هېوادونو ته په افغانستان کې د پانګونې او له دغه هېواد سره د نورو مرستو او همکاریو زمینه برابره کړي.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې دوی له ټولو هېوادونو او سازمانو سره ښې اړیکې غواړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاروه د نورو پر ضد وکاروي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د اسلامي همکاریو سازمان کې به هم د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، سوداګریز اړیکو او بشري مرستو به اړه ژورې خبرې وشي.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان په کوربتوب اسلام آباد کې پیلېدونکې ده.

د غونډې تر پیل وړاندې د یاد سازمان مسوولینو په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي همکاریو سازمان همغږي رامنځ ته او له دغه هېواد سره بشري مرستې ډېرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي